برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

دوهمه برخه :

ددې لیکنې لومړۍ برخه کې د کوزو پښتنو په اړه د برتانوي هند پالیسۍ ته اشاره شوې وه چې په هغې کې دوه ټکې ډېر وتلي او څرګند وو، لومړی هغه سلوک او چلند چې په برتانوي هند کې انګریزانو له نورو قومونو سره درلود، په ښکاره نسبتآ مهذب او د پراخې سینې چلند مالومیده ، خو پښتنو سره بیا دا سلوک د ځانګړو سیاسي موخو په لامل نا مهذب ، په غوټه تندي او تروه ټنډه سرته رسیده ! دوهمه دا چې انګریزانو هلته د نورو قومونو د ښوونې روزنې په برخه کې دومره تعصب له ځانه نه ښوده خو پښتنو سره يي په عصري ښوونه او روزنه کې له تعصب سربېره، ښکاره او ټینګه دوښمني مخې ته بیوله !

ولسمشر کرزي پخپله  روستۍ تبصره کې پښتنو سره د ښوونځي او زده کړې په اړه، د برتانوي هند د تعصب او دښمنۍ ډک دا چلند بیخي په وضاحت او صفا ټکو کې بیان کړی چې ددې سیمې او پښتنو د تېر تاریخ په هکله د هغه خبرتیا څرګندوي. ولسمشر کرزی وايي « د هغه مهال د انګلیسانو امپراتورۍ د امان الله خان او دافغانستان د پوهنې او پرمختګ پرخلاف په فعالیتونو لاس پورې کړ او دا کار د افغانستان د کمزورۍ لپاره د هغوی د دسیسې یو جز و او همدا راز په هند باندې د انګلیسانو د واکمنۍ پرمهال د ډیورند له کرښې ها خوا د پښتنو د پرمختګ او د پوهنې پرخلاف یوه لویه دسیسه په لاره واچول شوه، تر دې حده چې په ۱۹۲۰ میلادي کال کې هغه مهال چې خان عبدالغفارخان د ښوونځي د جوړولو لپاره هڅه وکړله او لومړني ښوونځي یې منځنیو او ثانوي ښوونځیو ته لوړکړل نو د دې لپاره چې نوموړي د پښتنو د روزنې او پرمختګ لپاره کارکولو انګلیسانو د درې کلونو لپاره زنداني کړ او د افاغنه په نوم هغه انجمن چې د غفارخان او د هغه د ملګرو لخوا د پوهنې او پرمختګ لپاره جوړ شوی و هغه یې له منځه وې وړ او غړي یې بندیان کړل. »

بلخوا له عصري زده کړې څخه د پښتنو د لرې او ګوښه ساتلو تر څنګ ، د انګریزانو په پالیسۍ کې دا برخه هم  کوټلې وه چې پښتانه داسې توند لارو مذهبي اندیښنو ته ورشېوه کړي او د خپلو بړیڅو او معاشخورو ملایانو په مټ يي هومره په تیاره او تورتم کې وساتي چې که سبا وغواړي د خپلو اوږدمهالو موخو لپاره يي په پټو سترګو او په اسانه توګه د هرچا په وړاندې او پرهرځای کې کارولای شي!

دا چې په تورتم کې د پښتنو د ساتلو او بیا د خپلو ستراتيژیکو موخو لپاره د هغو په کارولو کې انګریزانو څنګه او په کوم تاکتیک له ملایانو کار اخیستي، ارواښاد عبدالولي خان پخپل مشهور کتاب کې « رښتیا رښتیا دي » د سرجارج کننګم ( ۱ ) ډایري ترسرلیک لاندې لیکنه کې په ډېره ښکلې بڼه او پوره وضاحت  بیان کړی دی . دلته ددې لیکنې یوه زیاته برخه چې زموږ د څېړنې موضوع سره اړه لري، کاپي کوم او د لوستونکو په خدمت کې يي ږدم .

« چونکه د پیرنګیانو د ټولې پالیسۍ دارومدار صرف په اسلام و، یو ددې وجهې نه د سرجارج کننګم دا رپورټ زه لږ په تفصیل سره رانقل کول ضروري ګڼم چې قام ته پته ولګي چې کافر پیرنګي څنګه په مختلفو ذریعو او طریقو د مسلمانانو او دیني مشرانو او په حقیقیت کې د رسول اکرم ( ص ) د مصلې وارثان او د هغه د محراب او ممبرتابعداران د خپل کافرانه غرض دپاره استعمال کړي او څومره په ارزانه يي استعمال کړي دي.

زه افسوس کوم دې کښې بعضې نومونه داسې دي چې د هغې په ظاهرولو منم چې ددغه « علما دین » نه وروسته پاتو ته به تکلیف رسي ؛ ولې زه دا خپله قامي فریضه ګڼم چې قام د هغې ټولو خطرو او سازشو نه خبرکړم چې یو کافر آقا او د نوابادیاني او سامراجي قوت علمبردار د خپل تاج او تخت دپاره استعمال کړی دی؛ او چې څنګه د مسلمانانو دا دیني مشران هم دغه پیرنګي د خپل غرض دپاره استعمال کړي دي چې قام خبرداره شي او ویښ او بیدار اوسي ، سترګې وغړوي چې سبا له بل یو قوت د قام حق د اسلام په پاک او سپيڅلي نوم غصب نه کړي او دا دین خرڅي ملایان په ګوته کړي چې نور راتلونکې ترینه عبرت واخلي .

د سرجارج کننګم دا د خپل لاس لیکلې ډایرۍ چې سړی لولي، نو حیران شي چې څومره درانه ، خوش شکله ، فرشته صورت د دیني مدرسو څه چې د دیوبند غوندې انقلابي او اسلامي روح یو ځلیدونکې مدرسې فارغ التحصیل عالمان هم د پیرنګي دپاره لګیا وو او د خدای قران په لاس د رسول اکرم احادیث په غاړه د کافر پیرنګي د حکومت دپاره او د خپل ملک ، وطن او مسلمانانو د غلامولو دپاره یي خپل ایمان ، ضمیر او سړیتوب په سروسپينو خرڅ کړی دی .

 د سرجارج کننګم دا ډایرۍ د هغه په ذاتي کاغذونو کښې د پیرنګیانو د لندن په لابریرۍ کښې موجود دي .که څوک ثبوت غواړي او لا په دې سلسله کښې نور لټون غواړي ، نو هغوی يي کتلی شي . ما ددغه ډایرو مکمل نقل له لابریرۍ نه  په سرکاري طور راوړی دی .

هسې خو د پیرنګي د نمایندګانو د وخت له سره دا کوشش و چې هغوی په هندوستان کښې د مختلفو فرقو ترمنځه نفاق پیداکړي او دغه نفاق د خپلې فایدې دپاره استعمال کړي؛ ولې په صوبه سرحد کښې پیرنګي ته دا مشکل و چې دلته مسلمانان په دومره ډېر زیات اکثریت کښې وو چې هغه د غیرمسلمود غلبې نه ، نه ویریده. بله دا چې پښتون هسې هم پخپل مټو دومره باور لرلو چې هغه د بل چا د غلامۍ تصور هم نه کولو او چې کوم قام د پیرنګي غوندې جابر، ظالم او قوي طاقت سره ډغرې ته تیار وو، نو هغه به له بل چا نه ، چا ویرولی و ؟  ولې په دې علاقه کښې عمومآ او په قبایلو او افغاستان کښې خصوصآ پيرنګي ملایان ځان سره ملګري کړي وو چې هغوی د روس او بیا شوروي اتحاد په خلاف د پیرنګي په حق کښې اواز پورته کوي او بیا چې کله په خصوصیت سره روس کښې په ۱۹۱۷ ع کال کښې انقلاب راغی ، نو پيرنګی پوه شو چې اوس د زار روس د فوجي قوت سره د اشتراکي انقلاب یو نظریاتي قوت هم ملګری شو چې د هغې تابیا هم ضروري وه او ددغه نظریاتي قوت د مقابلې دپاره د پیرنګي نظربازو سترګو اسلام غوره کړی و؛ نو پيرنګي په دغه سلسله کښې کافي خواري او ستړې کړې وې او بیا کله چې د امیر امان الله خان له جانبه پیرنګي ته په حقیقت کښې خطره پېښه شوه ، نو هلته پیرنګي هم دغه اسلام د یو اسلامي ملک افغانستان د مسلمان او پښتون باچا په خلاف څومره په کامیابۍ سره استعمال کړی وو؛ ولې کله چې په یورپ باندې د هټلرد جرمني د اړخه د جنګ ګورې وریځې راخورې شوې ، نو پیرنګي سره بیا د خپلوغزیدلو سرحداتو خطره پیدا شوه . دا خومونږ وکتل چې څنګه اسلام ، پیرنګي د خپل غرض دپاره په هندوستان کښې په سیاسي میدان کښې پخپله ښېګڼه راوست ، او دا مو هم کتلي دي چې همدغه اسلام د شوروي اتحاد د نظریاتي مقابلې دپاره د هغه په کار راغی؛ نو چې کله حالات هنګامي شول ، په صوبه سرحد کښې هم پیرنګي خپله مخه بیا ټول په ټوله اسلام ته کړله . که یوخوا يي نوابان او جاګیرداران د اسلام په نامه په مسلم لیګ کښې راغونډول ، نو دې بل اړخ ته يي مکمله توجه ملایانو ته کړله چې دلته په صوبه سرحد کښې او ورپورې قبایلې علاقې او ان چې تر افغانستان دننه پورې خپله دغه داسلام مورچه راټینګه کړي .

ترجمه (۲ ) : قلي خان ډېر ژر قبایلي ملایانو او نورو سره چې ځانونه ښکاره کول نه غواړي، رابطه قایمه کړه. ځینو سره هغه د حیدر اباد په ریاست کښې د بعضې افرادو په ذریعه تعلقات جوړ کړل .

کننګم داسې ګویانه دی چې دا د ملایانو سره د رابطې کار مونږه خان بهادرخان ته په حواله کړ چې هغه دې ددې قسمه ملایانو سره په پټه رابطه قایمه کړي، څوک چې په څرګنده پیرنګي سره تعاون او ملګرتیا ته نه راوځي. خبره بالکل واضح ده چې مونږ خو دا هرڅه صرف د اسلام د دښمنانو په خلاف یوه مورچه قایمول غواړو او د اسلام دښمن خو صرف یو و ؛ یعنې بلشویک . کننګم لیکي اولنی ملا چې قلي خان برتي کړو نو هغه ملا مروت و چې هغه اول د خاکسار تنظیم سره تعلق لرلو. اول ورته هغه د اسلام خدمت ښکاریده ، خو اوس قلي خان په دې مطمن کړ چې د اسلام خدمت اوس صرف د « جهاد » په اعلان کیدی شي چې د اسلام د دښمنانوپر خلاف يي پورته کړی .

ترجمه : د ملا مروت په ذریعه قلي خان د جمعیت العلما سرحد، عهده دارانو او په هندوستان کښې د هغوی حمایتیانوسره تعلقات قایم کړل .دغه طالبان چې زیات په کښې پیرنګي دښمنه وو د ممبر د پاسه او پریس کښې روسانو او جرمنیانو خلاف تقریرونه، کول او لیکل شروع کړل . د ملا مروت په لاس دغه ټولو ملایانو ته پیسې ورکړی شوې .

د ملا مروت په ذریعه قلي خان د جمعیت العلما سرحد سره رابطه قایمه کړه ( اګر چې دا هغه علما وو چې ټول عمر يي د پیرنګي برخلاف وو او په قامي تحریکونو کښې وړاندې وو ). کننګم وايي چې دې ملایانو له پیسې هم قلي خان د ملا مروت په لاس ورکولې . ددې ملایانو په ذمه دا کار و چې دوی قام ته ووايي چې پیرنګي چونکه اهل کتاب دی او نور خو پریږده چې ده سره نکاح هم روا ده او په دې بل اړخ روسي بلشویک دی چې هغوی خو اهل کتاب نه دی ، بلکې د پیرنګي په وینا خو هغوی هډوله سره خدای نه مني، نو ددې وجهې نه نن د پیرنګي او اسلام مقصد یو دی چې ددغه بې دینه نظام مقابله وکړي؛ نو دوی مجبور دي چې قام ته په مخه داخبره رایاده کړي نورخو پریږده چې د پیرنګي په پوځ کښې برتي کیدل او د پیرنګي دپاره جنګ کول هم د اسلام خدمت دی .

کننګم لیکي چې ما د جمعیت العلما سرحد مشران په دې راضي کړل چې هغوی وزیرستان ته په فقیر ایپي پسې لاړ شي او دا ورته ووايي چې اوسه پورې خو هغه د پیرنګي برخلاف جهاد کولو ، ولې چې دا د اسلام خدمت و، ولې اوس خو پیرنګی د جرمن او ایټاليي سره په جنګ دی، نو په داسې وخت کښې خو فقیر ایپي ته پکار دي چې اوس خو دې پیرنګی نه تنګوي، ولې چې پيرنګی د کفر په خلاف جنګ کښې نښتی دی. نو دا هم په یو رنګې د اسلام خدمت دی .

پیرنګي دا هر څه په داسې پټه طریقه کول چې د پيرنګي مخالفین په هیڅ رنګې هم خبر نه شي چې ګنې دا وفدونه ( پلاوي ) لیږل او دا تقریرونه ، وعظونه او په خطبو کښې د پيرنګي مرسته هم د هغه په ښوونه او اشاره او امداد کیږي او ځکه کننګم خوشحاله دی، لیکي چې د فقیر ایپي د نایب ، محمد وارث خط جمعیت العلما سرحد مشرانو ته راغی، نو دهغې نه دا څرګنده شوه چې لهجه يي دوستانه وه ؛ یعنې تسله په دې وه چې د فقیر ایپي او د هغه د ملګرو دا شک نه وو چې ګنې دا کار دې ملایانو، د پيرنګي په وینا او خواهش کړی وي .

د یوروپ د جنګ شروع کیدو نه پس ، دلته په هندوستان کښې د کانګرس او پيرنګي ترمنځ اختلاف راپوته شو. د کانګرس د اتو ( ۸ ) صوبو وزارتونو استعفی ګانې ورکولې او حالات ورو په ورو محاذ ارايي طرف ته روان وو؛ نو دلته د صوبې ګورنر ( کننګم ) دا ضروري وګڼله چې د قبایلې علاقو او افغانستان نه علاوه دلته په صوبه کښې دننه هم ملایان منظم کړي، اوس صرف جرمنی او ایټالیي وه، نو پيرنګي دا بهتره وګڼله چې د شوروي اتحاد په هکله خپله مخالفه پروپاګینډه څه قدري سسته کړي او زور جرمني او ایټالیي ته ورکړي .    

« کننګم د ملایانو درې ډلې ټاکلې وې . دا واړه واړه ملایان يي د علاقو خانانو او اعتباري خان بهادرانو ته په حواله کړي وو.د هغوی نه چې کوم لږ د اوچتې درجې وو، نو هغوی سره يي رابطه د دیپټي کمیشنرانو ( د ضلعي انتظامي مشر بیروکراټ ) په ذریعه وه او چې کوم ډېر کبرآ وو، نو هغوی ایغ په نیغه ګورنر سره خپله سلسه برابره کړې وه .

شرو ( شروع ) به د وړو ملایانو نه وکړو:

ترجمه : زه ( سرجارج کننګم ) یو هم وړوکي ملا سره په رابطه کې نه یم. ما دغه رابطه د لاندې ایجینټانو په ذریعه ساتلې ده .هغوی سره زما رابطې عملآ ټولې زباني دي او پر کاغذ باندې ډېرې کمې لیکل شوې دي .

الف ) د شیرپاو غلام حیدر: .. هغه ماته ووی چې هغه د لاندې کلیو په شرکت ، د نهو یا لسو ملایانو په ذریعه کارکولی شي : رزړ ، کوټ ، ترناو ، تنګی ، اتمانزي ، عمرزی .. ( وروستو پړانګ او چارسده )

کننګم وايي چې ما د شیرپاو، خان ته ووی چې ته به هر یو ملا بېل بېل، او ځان ځان له راغواړي او د اسلام خدمت ته به يي تیاروې .څلویښت ( ۴۰ ) یا پنځوس ( ۵۰ ) روپۍ به ورله ورکړې. ورته به ووايي چې بیا به څلور ( ۴ ) میاشتې پس راځي او خپله ټوله کارګذاري به بیانوې چې څه څه دې کړي دي. پیرنګی ( کننګم ) خان بهادر صاحب ته وايي چې داسې يي په اشارو کښې پوه کړه چې که کار دې تسلي بخش وکړ، نو نوره وظیفه به درته ملاو شي .خان بهادر صاحب په جواب کښې ګورنر ته وايي چې دا بعضې ملایان ډېر اعتباریان نه دي نو ښه به دا وي چې زه دوی میاشت په میاشت راغواړم. دا خیال به البته ساتلی شي چې رقم ( پيسې )هم مناسب ورکړی شي. یعني مطلب دا که د څلورو ( ۴ ) میاشتو دپاره څلویښت ( ۴۰ ) روپۍ وي . نو خو لس ( ۱۰ ) روپۍ میاشت شوه کنه . کننګم وايي چې ما د شیرپاو، خان له شپږ سوه ( ۶۰۰ ) روپۍ ورکړې.

دا شان د نوښار او پيښور تحصیل د ملایانو فهرست د ضلع دیپټي کمشنر سکندر میرزا ته په حواله و چې د هغې فهرست موجود دی :

تر جمه : وزیر اعظم ما ته د ملایانو یو لیست راولیږه د چا په ذریعه چې هغه کار کوي . هغه ورته اوسطآ د میاشتې پنځلس ( ۱۵ ) روپۍ د سړي په سر ورکوي.  ( د B  ضمینې نه )

د سوات ، بونیر ، مردان او راڼي زي ملایان د هغه وخت د سوات وزیر اعظم حضرت علي ته په حواله وو . کننګم وايي چې وزیر اعظم ماله د ملایانو مکمل فهرست رالیږلی دی چې هغوی له هغه، سړي سر پنځلس روپۍ د میاشتې ورکوي ( د ولیخان لمن لیک :دا خو اشنغر او د دواوي د ملایانو سره زیاتی وو چې هغوی له لس او دوی له پنځلس ورکیدی شي )

د کوهاټ دغه ملایان د هغه ځای ډيپټي کمشنر شیخ محبوب علي ته په حواله وو .

د بنو د ضلعې دیپټي کمشنر ملایان دوو تنو په حواله کړي دي چې یو نواب ظفرخان او بل تاج علي خان ( د خان بهادر غلام حیدر ان زوی ) و .

 د دیره اسماعیل خان دیپټي کمشنرمحمد اسلم ته، کننګم شپږ سوه ( ۶۰۰ ) روپۍ ورکړې چې هغه يي دري دیني مشرانوله ورکړي : اماخیلو فقیر، پیر موسی زی او پیرزوکوړی : یعني دوه سوه ( ۲۰۰ ) روپۍ سړي پر سر . دا وعده ورسره وشوه چې که دهغوی کار تسلي بخش وي نو مال به نور هم ورکړی شی .د سیتاني د سید عبدالجبارشا په هکله کننګم لیکي چې د هغه رابطه د حیدراباد دکن سره وه .ده له ددغه ریاست وزیراعظم سراکبر حیدري رقم ورکړ. د کننګم دا خیال و چې دا بچت به وکړي چې کار به په سید صاحب د پیرنګي کوي او وظیفه به ورله حیدراباد نه راځي . کننګم وايي چې څو روځې پس ما ته عبدالجبارشا خبر ورکړ چې ما په صوابۍ کښې انتظام برابر کړی دی او باجوړ ته مې هم خپل تربور ولیږه.

 د خیبرد اپریدو ملایانو سره رابطه د پولیټکل ایجنټ بیکن Bacon  په ذریعه وه .

ترجمه : تر اوسه پورې زما د هغه ( اسمارمولوي برکت الله ) سره ترتیب داسې پاتې شوی دی چې هغه کال کښې یو یا دوه ځله زما لیدو ته راځي ..... برکت الله ووی چې هغه د باجوړ او مهمندو علاقې په مختلفو ځایونو کښې شاید د لسو ( ۱۰ ) یا دولسو (۱۲ ) ملایانو په واسطه ډېر څّه کولی شي. ما هغه ته زر ( ۱۰۰۰ ) روپۍ ورکړې دي .

( د ولیخان لمن لیک : مولانا برکت الله د اسمار د ججې په جومات کې ملاو و )

 د اسمار د مولوی برکت الله سره د کننګم رابطه لکه چې د کافی وخت نه وه . کننګم لیکي چې بیا ما دوه درې میاشتې پس خبر کړي.

کننګم بیا ددې ملایانو د کار ګذارۍ او په خصوصیت سره د خان بهادر قلي خان د کار تفصیل بیان کړی دی . خان بهادر صاحب لکه چې خپل ټول کار د سرحد په جمعیت العلما ایستلی دی .کافي تفصیل دی چې هغوی څومره غونډې کړې دي؛ تجویزونه يي پاس کړي دي؛ پمفلیټونه يي چاپ کړي دي؛ دورې يي کړې دي او په مختلفو علاقو کښې يي رابطې قایمې کړې دي. د کننګم په دې دستاویز کښې په اول ځل د یورپ د جنګ نه علاوه د کانګرس په خلاف د تقریرونوذکر هم راغلی دی:

ترجمه : مولانا محمد شعیب د مردان ضلعې دوره وکړه او ساتیاګراها يي وغندله . د مولانا مداد الله ( ؟ ) د جنګ حالت؛ کانګرس مخالفه پمفلټ .

بل پکښې د مولانا مداد الله د پمفلټ ذکر دی چې د یورپ د جنګ په سلسله کښې يي د کانګرس خلاف هم لیکلی دی .

پیرنګی خو ډېر ویښ او بیدار و. کننګم سره دا فکر شو چې رقم ( پيسې ) خو مونږ چاپیره په سمه او غر خپور کړ. ملک مو د ملایانو په ذریعه ځان سره ملګری کړو خو چې پته ولګوو چې دا ملایان واقعي د پيرنګي دپاره پروپيګنډه کوي او که نه ؟ نو کننګم وايي چې مونږ خپل جاسوسان په ملایانو پسې جوماتونو ته ولیږل چې پته ولګوي چې ملایان دغه خپله وظیفه حلالوي، که هسې د سرکار پیسې خوري ؟ چې رپوټونه راغلل نو کننګم مطمن او خوشحاله شو چې ملایان ډېر په ایماندارۍ او اخلاص لګیا دي . د پيرنګي خدمت د اسلام په جذبه او د میاشتې د لس ( ۱۰ ) پنځلس ( ۱۵ ) روپۍ په عوض کښې .

ترجمه : د سوات وزیر اعظم حضرت علي په سوات او بونیر کښې ډېر ښه کار کوي .هغه ددې مقصد دپاره د پيربابا زیارت استعمالوي . د شیرپاو غلام حیدر هم په خپله علاقه کښې ښه کار کوي ... حضرت علي اوس ټول سوات ، بونیراو د مردان پوله کښې اړم ( بوخت ) دی .

د دېره اسماعیل خان د اماخیلو د فقیر او د موسی زو د پیر نه کننګم خوشحاله دی او وايي چې دغه پیر خو زما ملاقات له پخپله پيښور ته تشریف راوړی و. دوی سره رابطه د شیرعلي وه .هغه لکه چې د تجوړې پير هم برتي کړی وي . کننګم وايي چې شیرعلي د تونسي پير پوري هم ځان رسولی و. خبره يي خلاصه کړې وه، خو بدبختي دا شوه چې دغه پير صاحب په اخلاقي مقدمه کښې ګیر دی.

معلومیږي چې کننګم لا هغه شان د فقیر ایپي له لاسه په عذاب دی. وايي چې مونږ د ( شوې ) فقیر ، اماخیلو فقیر ، کربوغې ملا او حاجي اخوندزاده په ذریعه فقیر ایپي ته خطونه ولیکل چې هغه له پیرنګیانو نه قلار کړي .

په خیبر کښې پولیټیکل ایجینټ خپل ټول کار عبدالباقي ملا ته حواله کړی دی .وايي چې هغه ډېر زیات بې اعتباره دی، خو د کار سړی دی. وايي چې ملا صاحب ته مونږ زر ( ۱۰۰۰ ) روپۍ ورکړې.

کله چې په یورپ کښې جنګ ونښت او هټلر ټول یورپ راپه مخه کړو او پیرنګي په هره خوا ماتې خوړلې؛ نو پیرنګي سره دا فکر پیدا شو چې ممکنه ده شوروي اتحاد ددې موقع نه فایده واخلي او دې خوا د هندوستان طرف ته رامخه کړي. ددغې پیش بندۍ دپاره يي نور خو پریږده په جمعیت العلما پخپل سالانه اجلاس یا غونډه کښې دا تجویز پاس کړ که چیري شوروي اتحاد په افغانستان راغی ، نو دا به د ټولو مسلمانانو فرض وي چې هغه د شوروي اتحاد خلاف په جهاد کښې شریک شي.خو چې کله د پيرنګي تسله وشوله چې د شوروي اتحاد د طرفه خطره نه شته؛ نو بله فتوی کننګم صاحب جاري کړه .

ترجمه : ما قلي خان ته مشوره ورکړه چې بالشویک مخالفه پروپيګنډه اوس لږ غلې کړي او د جرمني او ایټاليي خلاف پروپيګنډه باندې زور واچوي .

دا شان چې څنګه دلته د کانګرس او پيرنګي تعلقات خرابیدل، خو همدغه ملایان بیا پیرنګي د کانګرس په خلاف استعمالول شروع کړل .»

لکه څنګه چې مخکې وویل شول دا لیکنه یوڅه اوږده ده، د موضوع سره د تړاو له کبله به يي روستۍ برخه هم راواخلم.

ولي خان زیاتوي « یوه دلچسپه واقعه په دې وخت کښې دا وشوه چې د یورپ د جنګ د شروع کېدو نه پس پیرنګیانو د افغانستان پر حکومت زور واچولو چې هغوی دې جرمنیان د خپل ملک نه وباسي. په افغانستان د زور راوړلو په خاطر یو شامي پير ( عراقي ) پیرنګیانو راوست چې هغه په قبایلي علاقه کښې د افغانستان د حکمرانې کورنۍ په خلاف خلک راپورته کړي. پیرنګي چې کله د افغانستان د حکومت له طرفه مطمن شو، نو همدغه شامي پير يي په وزیرستان کښې د واڼې چوڼۍ ته راوبله او ورسره په پنځه ویشت زره پونډه ( ۲۵۰۰۰ ) فیصله وشوه. شامي پير چې څنګه اول نه و، داسې بیا غیب شو . چې دا کار وشو، نو په لندن کښې وزیر هند ته يي خوند ورکړ. وایسرای ته لیکي کوشش وکړه چې داسې یوه سودا د فقیر ایپي سره هم وشي د هغې په جواب کښې وایسرای په خپل خط کښې لیکي ۱۴ / ۷ / ۱۹۳۸

ترجمه : فقیر ایپي سره د شامي پير رنګې سودا نه کیږي؛ ولې چې هغه نه صرف زمونږ لارې له نه راځي، بلکې په هیڅ شان خرڅيږي نه ... ما به کله څوک له دې سرکش ملا نه خلاص کړي . »  

یادونه :

( ۱ ) سرجارج کننګم د پخواني صوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا ) ایالت انګریزي ګورنر ( والي ) تېر شوی . 

( ۲ ) په کوم ځای کې چې ترجمه راغلي ، هلته په کتاب کې د انګریزي متن موجود دی چې د سرجارج کننګم لیکنه ده او ارواښاد ولي خان يي تر جمه کړی او مايي دلته یوازې پښتو ترجمه راکاپي کړې ده او انګریزي هغه مې پریښي ده. د ترجمې او نورې لیکنې د بیان توګه د ولي خان ده .

د ۲۰۱۲ کال د دیسمبر ۱۱ مه

 


December 12th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی